IQNA

د کوزوو مسلمانو ښځو د رمضان  په دودیزو فعالیتونو کې پراخه ونډه

13:25 - February 26, 2026
د خبر لمبر: 3492515
ایکنا - د کوزوو د اسلامي ټولنې د ښځو څانګې ښوونکې د روژې د مبارکې میاشتې د هرکلي په موخې  سره په بېلابېلو ښارونو کې پراخ دیني فعالیتونه هدایتوي.

 ایکنا نیوز د «مسلمون حول العالم» ویبپاڼې په حواله راپور راکوي، د کوزوو د اسلامي ټولنې د ښځو څانګه د دیني پوهاوي د پیاوړتیا او د اسلامي ارزښتونو د خپرولو په موخې سره، په ټول هېواد کې په ښارونو او کلو کې د روژې د مبارکې میاشتې د چمتووالي لپاره پراخ دیني او تعلیمي فعالیتونه ترسره کوي. په دغو فعالیتونو کې د پوهاوي ویناوې، د قرآن کریم تلاوت، او د ښځو او ماشومانو لپاره تعلیمي پروګرامونه شامل دي چې په جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو کې ترسره کېږي.

د کوزوو د اسلامي ټولنې د ښځو څانګې ښوونکې د دغو فعالیتونو د مستقیمې  رهبرئاو تنظیم له لارې خپل مهم رول د اسلامي زده کړو د بنسټ په توګه ثابتوي او د داسې نوي نسل په روزنې کې دوامدار تاریخي رول ادا کوي چې د خپلو اسلامي ارزښتونو په اړه لا ډېر پوهاوی او ژمنتیا ولري، په ځانګړې توګه د روژې  د مبارکې میاشتې د چمتووالي په دې بهیر کې.

آمادگی بخش بانوان مشیخت اسلامی کوزوو برای ماه رمضان

د وشتري ښار پروګرام

په وشتري ښار کې، چې د کوزوو په شمال کې موقعیت لري، د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د ښځو ادارې په بوکوشیت  جومات کې یو دیني پروګرام جوړ کړ. دا پروګرام د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، وروسته ښوونکې آربنورا فاتووچي د  حاضرینو هرکلي  وکړ.

آمادگی بخش بانوان مشیخت اسلامی کوزوو برای ماه رمضان

د حجاب خوږه تجروبه!

په دې پروګرام کې د جومات د نجونو زده کوونکو له خوا دیني سرودونه او تعلیمي وړاندېزونه هم شامل وو. تر ټولو اغېزمنه شېبه هغه وه چې درو نجونو د لومړي ځل لپاره د حجاب اغوستلو خپله ژمنتیا اعلان کړه.

د راهووتس ښار سمینار

په لویدیځي کوزوو کې د راهووتس ښار د اسلامي ټولنې د ښځو څانګې یو دیني سمینار جوړ کړ چې پکې پروفیسوره واجده بنیاکو ګډون درلود. دا سمینار د روژې د اهمیت او احکامو د پوهاوي د زیاتوالي په موخه د مقدماتي پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره شو.

پروفیسوره واجده بنیاکو د روژې د فضیلتونو او ورته د چمتووالي پر اهمیت خبرې وکړې، د روژې اړوند اسلامي احکام  ئې بیان کړل او د کورنۍ په چمتو کولو او د دیني ارزښتونو په پیاوړتیا کې یې د ښځو پر رول ټینګار وکړ.

آمادگی بخش بانوان مشیخت اسلامی کوزوو برای ماه رمضان

د قرآني الفبا جشن

په پلازمېنې پریشتینا کې، د کوزوو د اسلامي ټولنې د ښځو څانګې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په داردانیا جومات کې یو جشن جوړ کړ. په دغو مراسمو کې ۲۳ ماشومانو ګډون درلود چې د عربي الفبا زده کړه ئې په بریالیتوب سره بشپړه کړې  او د قرآن لوستل ئې پیل کړي وو. دا د هغوی په دیني سفر کې یو مهم تعلیمي پړاو ګڼل کېږي.

په پروګرام کې د قرآن تلاوت، دیني سرودونه او تعلیمي شعرونه شامل وو. د مراسمو په پای کې په ماشومانو سمبولیک ډالۍ او د قرآن نسخې ووېشل شوې څو هغوی  لازیاتو زده کړو ته وهڅول شي.

آمادگی بخش بانوان مشیخت اسلامی کوزوو برای ماه رمضان

https://iqna.ir/fa/news/4335198

captcha